لاهور۔17فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن رضا نقوي په هدايت په بشري قاچاق كښې د ككړو عناصرو په ضد كارروائي پېل كړې شوې۔ وياند له مخې په بشري قاچاق كښې ككړ د اے اېس اېف پخوانے اهلكار نيولے شوے ۔ د تورن شناخت د ګلفام په نامه شوے۔ تورن په اے اېس اېف كښې د كارپورل په حېث تعينات پاتې شوے۔ نيولے شوے تورن د ساده وګړو په غولو كښې ككړ وموندلے شو۔ تورن د كارروايۍ په مهال شاهدرې څخه نيولے شوے۔ ده 2 وګړو څخه په بوسنيا كښې د ملازمت په نامه سړي سر 40 لكه روپۍ لوټ كړې۔ تورن وګړي اول په وزټ وېزا شارجه ته ولېږل او خپلو ملګرو سره يۍ د دوئي په پاسپورټ د بوسنيا جعلي وېزې ولګولې۔ ځپليو د دغه وېزو په بنياد شارجه څخه بوسنيا ته د تللو هڅه وكړه۔ هغوي د شارجه څخه بېرته ډیپورټ كړے شول۔ تورن نيولے شوے او پلټنې پېل كړې شوي۔ دغسې د نورو تورنو نيولو لپاره كارروائي روانه ده۔