اسلام آباد۔17 فروری(اے پی پی) د پاکستان سائیکلسټس په تھائی لېنډ كښې شوي 44 م اېشین روډ سائیکلنګ چېمپئن شپ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره 6 م پوزيشن ترلاسه كړے دے۔ د ګل په ورځ د پاکستان سائیکلنګ فېډرېشن لخوا د جاري بيان له مخې قامي لوبډلې په ايونټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره په مجموعي توګه 6 تمغې ترلاسه كړې په كومو كښې چې دوه د سرو ٬ دوه د سپينو زرو او دوه د پيتلو تمغې شاملې دي۔ قامي سائیکلسټ علی الیاس جاوید په انفرادي ټائم ټرائل كښې د ګولډ او روډ رېس كښې د سپينو زرو ٬ رابعه غریب په روډ رېس كښې د سرو او په انفرادی ټائم ټرائل كښې د سپينو زرو او زېنب په انفرادي ټائم ټرائل او روډ رېسې كېټېګري كښی د پيتلو دوه تمغې ترلاسه كړې دي