
کوئټه۔ 17 فروری (اے پی پی) الېکشن کمېشن بلوچستان څخه د سېنېټ په خالي شوې چوكۍ د ټاكنو اعلان وكړو۔دا چوكۍ د سېنېټر اېم قاسم رونجھو د استعفي له امله خالي شوې وه۔ الېکشن کمېشن د آئین آرټیکل 224 كلاز 5 او د الېکشن اېکټ 2017ء سېکشن 107 او 127 لاندې په خالي شوې چوكۍ د ټاكنو كولو اعلان كړے دے۔ په دې لړ كښې د نامزدګۍ كاغذونه به په 18 او 19 فرورۍ جمع كولې شي۔ فهرست به په 20 فرورۍ خپرولې او د كاغذات كره كتنه به په 22 فرورۍ كولې شي۔ دغسې د كاغذات منظورۍ يا مسترد كېدو لپاره درخواستونه به تر 25 فرورۍ جمع كولې شي۔ د ټریبونل لخوا په اپيلونو پرېكړې تر 27 فرورۍ او او بيا كتلے شوے فهرست به تر 28 فرورۍ خپرولې شي۔ د مارچ تر اولنۍ نېټې د نامزدګۍ كاغذونه بېرته اغستلې شي۔ په 8 مارچ به د خالي په ورځ به د بلوچستان اسمبلۍ كښې ټاكنې كيږي۔ الېکشن کمېشن آف پاکستان صوبائی الېکشن کمشنر اېم فرید آفریدی ریټرننګ آفیسر او سيد وسيم جعفري نعيم احمد پولنګ افسران غوره كړي دي