ايبټ آباد 17 فروري (اے پي پي) د مانسهرہ ضلعې د بالاکوټ په جابه سيمه كښې د سېلګرو ګاډې ټرافيكي پېښې سره مخ شو چې پكښې يو سېلګرے مړ او 21 ژوبل شول ۔ د مانسهره رېسكيو 1122 له مخئ د بالاكوټ تحصيل په جابه سيمه كښې د سېلګرو ګاډې ټرافيكې پېښې سره مخ شوے چې پكښې يو سېلګرے مړ او 21 نور ژوبل شوي ٬ په ژَوبل شوو كسانو كښې 4 نارينه او 21 مېرمنې شاملې دي۔ مړې او ژوبل شوي كسان كنګ عبدالله روغتون مانسهره ته منتقل كړے شوي دي