په ملتان كښې ترافيكي پيښه ٬ 6 كسان مړه ٬ يو شمير نور ژوبل

ملتان۔ 16 فروری (اے پی پی) په ملتان كښې د ترافيكي پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د ریسکیو 1122 له مخې د افسوس وړ دا پېښه د خالي په شپه د ملتان بكرا منډي اډې ته نزدې په حسن سوالي روډ هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو تند رفتاره هائی روف او موټر خپلو كښې ټكر شول۔ د پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ ۔ریسکیو ډله او اړوند پوليس اهلكار د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره موقعې ته ورسېدل او ژوبل شوي او په حق رسېدلي يۍ نشتر روغتون ته منتقل كړل۔ بلخوا اړوند پوليس موقعې څخه ضروري شواهد جمع كولو سره د پېښې علت معلومولو له نورې پلټنې پېل كړې۔