
پېښور ۔ 16 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په یونیورسټی آف پشاور كښې د چترال کرکټ چېمپئن شپ په فائنل مېچ كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ ده بريا ترلاسه كوونكې لوبډلې له ټرافي او لوبغاړو له مباركي وركړه۔ په دې موقعې دستورې ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل په دې خبره افسوس دے چې خېبر پښتونخوا صوبه د كركټ معياري مېدانونه نه لري٬ صوبائي حكومت دې ځوانانو لپاره د لوبو مېدانونو ته پام وګرځوي۔ ده ووئيل په صوبه كښې د ارباب نیاز کرکټ سټېډيم د بيا رغونې كار تر دې دمه بشپړ نه شو او ددې په مقابله كښې په كراچۍ او لاهور كښې په لنډه موده كښې اسټېډيمز بشپړ شول۔ په چترال كښې لوبو ته د ودې وركولو عزم ښكاره كولو سره ګورنر ووئيل دغلته به د لوبو مېدانونه آبادولې شي۔ ده د چترال هنټر کلب انتظامیې او په خاص توګه شاهد خان شنواري له مباركي هم وركړه۔