شهيد علي نواز د فرض ترسره كولو په مهال د مړانې مثال وړاندے كړو: د بلوچستان وزيراعلی

کوئټه۔ 16 فروری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په قلات كښې په ليويز پوسته د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې د ترهګرو په ضد د ليويز فورس د مړانې كارروايۍ او فوري ځواب ستائنه كوؤ٬ شهيد علي نواز د فرض ترسره كولو په مهال د مړانې مثال وړاندے كړو ، د لیویز فورس ځوانانو مړانه او قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ د غندنې خپل بيان كښې وزيراعلی په قلات كښی په ليويز پوسته د بريد په نتيجه كښې د يو لېويز اهلكار په شهادت او د دوه نورو په ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل د لېویز اهلکار علی نواز قربانۍ ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو ٬ هغه د فرض ادا كولو په مهال د مړانې مثال وړاندې كړو٬ د شهيد اهلكارو د غمجنې كورنۍ په غم دړد كښې يو برابر شريك يوو۔ ده د ژوبل شوو اهلكارو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرو په ضد د ليويز فورس د مړانې كارروايۍ او فوري ځواب ستائنه كوؤ٬ د لیویز فورس ځوانانو مړانه او قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ وزيراعلی زياته كړه چې د بلوچستان اولس تحفظ لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔