کوئټه۔ 16 فروری (اے پی پی) د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند وئیلي دي چې په قلات کښې په لیویز پوسته ترسره شوي بريد كښې یو لیویز اهلکار شهید او دوه نور ټپیان شوي دي٬ د لیویز ځواک ځوابي عملیاتو سره برید كوؤنكي ستنېدو سره وتښتېدل٬ د ملزمانو د نیولو لپاره د لټون عملیات روان دي۔ د امن د بیا ټينګښت لپاره د امنیتي ځواکونو قربانۍ به بې ځایه نه ځي۔ په خپل خپور شوي بیان کښې د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند ووئيل چې تېره ورځ په قلات كښې په لیویز پوسته د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې يو اهلكار شهيد او دوه نور ټپيان شول۔ د لیویز ځواک د زړورو ځوانانو سمدستي ځوابي عملیاتو سره بريد كوؤنكي شاته كېدو سره وتښتېدل۔ ده ووئيل د بلوچستان حکومت د قلات په پېښه د افسوس څرګندونه كوي۔ د بلوچستان حكومت لخوا د برید د تحقیقاتو امر هم شوے دے۔ ده ووئيل د ملزمانو د نیولو لپاره د لټون عملیات روان دي، قانون نافذ كوؤنكو ادارو ته هدايت شوے۔ ژوبل شوي اهلكار كوئټې ته منتقل كړې شوي دي۔ ده ووئيل شهيد ليويز اهلكار ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل د غمجنيو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يوو۔ ده ووئيل د امن بيا ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو قربانۍ به بې ځایه نه ځي۔