سرګودھا۔ 16 فروری (اے پی پی) د اے پي پي په كېمره مېن تشدد كوونكي ملزمان ونيولې شوو۔ د سرګودھا ډسټركټ پوليس آفيسر په كېمره مېن د تشدد پېښې فوري نوټس اخستلو سره د ملزمانو د نيولو امر كړے وو۔ په دې د سېټلائيټ ټاؤن اېس اېچ او فوري مقدمه درج كړه او ملزمان يۍ په يو څو ساعتونو كښې ونيول۔ ډسټرکټ پولیس آفیسر اېم صهېب اشرف ووئيل چې چا ته به هم د قانون په لاس كښې د اخستو اجازه ورنكړو۔ ډي پي او ووئيل د خبريالې ورورولۍ تحفظ به په هر صورت باوري كولے شي۔ ده ووئيل څوك هم له قانون څخه پورته نه دي ٬ ملازمانو ته به بشپړه سزا وركولې شي۔