د وزیراعظم محمد نوازشریف په سوب چین د 46 اربه ډالرو سرمايه كاري كوي

APP81-17 BAGH: June 17 – Federal Minister for IB&NH Senator Pervaiz Rashid, addressing workers convention and election campaign of PML-N candidate Mushtaq Minhas at LA 14. APP photo by Saleem Rana

سوئيلي باغ/آزاد كشمير 17 جون(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرسناتور پروېز رشید وئيلي دي چې د وزیراعظم محمد نوازشریف په سوب چین د 46 اربه ډالرو سرمايه كاري كوي٬ ځينې مخالفين او بهرني قوتونه د دې لاره نيسي او غواړي چې دا منصوبې تر سره نشي او د دې اېجنډې تر سره كېدو لپاره عمران خان او طاهر القادري بيا دهرنې كول غواړي٬ اولس دهرنې ناكامه كړې او د پرمختګ لاره نيوٶنكي ئې رد كړي٬ د آزاد كمشير اولس به مسلم لیګ (ن) ته رائے وركولو سره د دهرنو سياست ناكامه كوي٬ بلاول بهټو او عمران خان د چورلكې د لارې خپل انتخابي كمپائن چلوي٬ مونږ رانځورانو لپاره چورلكې كاروٶ٬ دا زمونږ د منشور برخه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په سوئيلي باغ كښې د مسلم ليګ (ن) كارمندانو په درناوي كښې د روژه ماتي دستورې ته وېنا كښې وكړه ۔ده ووئيل وفاق آزاد كشمير كښې سړكونو لپاره 50 اربه روپۍ بېلې كړې دي كومې چې به په راتلونكو 5 كلونو كښې خرڅ كولې شي ٬ د سوئيلي باغ ټول سړكونه به جوړو۔ده ووئيل كشمير كښې به چورلكه اېمبولنس سروس پېل كولې شي دغسې چې ضرورت مند رنځوران په وخت روغتونونو ته ورسولې شي