د سندھ ګورنر سره د بنګله ديش هائي كمشنر ملاقات ٬ دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو په شمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه

کراچۍ۔ 15 فروری (اے پی پی) دسندھ ګورنر كامران خان ټېسوري سره د بنګله دېش هائي كمشنر اقبال حسېن په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو٬ په دې ملاقات د بنګله دېش ډپټي هائي كمشنر اېس اېم محبوب العالم او عارف هم موجود وو۔ په ملاقات كښی دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو په شمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل چې پاك بنګله دېش اړيكې په نوي جهت كښې داخلې شوي دي۔ بنګله دېش سره تجارت او د پلاويو تبادله زياتولو كښې خوښي لرؤ۔ د بنګله دېش هائي كمشنر اقبال حسېن ووئيل بنګله دېش په سيمه كښی پاكستان مضبوط او مستحكم ليدل غواړؤ۔د بنګله دېش هائي كمشنر د شجركارۍ مهم لاندې د ګورنر هاؤس په انګړ كښې اونه نال كړه۔