
پېښور ۔ 15 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور د موټر وهیکل آټومېشن سسټم پرانسته وكړه۔ د وزیراعلی هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا نوے سسټم د ګاډو رجسټرېشن، د فیس ادائيګي ، د ملکیت منتقلی، ټېکس ادائیګی او د یونیورسل نمبر پلېټس ټولې چارې ډیجیټائز كوي۔ د دې سسټم د لارې به وګړي ټول موټر وهیکل خذمات آن لائن ترلاسه كولې شي۔ دا موټر وھیکل سروسز يو محفوظ او فعاله نظام دے كوم به چې د خذماتو په ترلاسه كولو كښې سپېځلتيا او آسانۍ رامخې ته كړي۔ د ګاډو د غلا او د دې په ناوړه توګه د كارولو مخنيوي له يو مركزي ډېټا بېس جوړ كړے شوے دے كوم چې د زړو او نوؤ ګاډو معلومات راجمع كوي۔ وګړي به د ګاډي د ملكيت منتقلۍ ٬ د نيلام شوو ګاډو رجسټرېشن او د ګاډو په تفصيلاتو كښې بدلون سره اړوند ټولې چارې آن لائن ترسره كولې شي۔ نوي سسټم سره د صوبائي حكومت ريونيو زياته شوې ده چې ورسره به د اولسي خذماتو رسول لا غوره شي۔