کوئټه 14 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د صحت صوبائي وزير بخت محمد کاکړ په هرنائي ضلع كښې د بې ګناه خواري كښو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره دا يوه د افسوس وړ پېښه ګرځولے ده۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ او غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل بې ګناه خواري كښ په نښه كول بزدلانه فعل دے د دې چې څومره غندنه وشي كمه ده۔ ده د شهيدانو لوړو درجول پاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يوالي څرګندونه هم وكړه