د بهر مېشته پاكستانيانو د اسانې په خاطر د پاكستان په 92 سفارتخانو او 40 وفاقي محكمو كښې فوكل پرسنز په ځائ كړې شوي دي٬ د اسلام آباد٬ لاهور٬ كراچې٬ پېښور او كوئټه په هوائي اډو 5 ون ونډو ډېسك په فعاله توګه كار كوي۔ په وفاقي محتسب سېكرټرېټ كښې د بهر مېشته پاكستانيانو اسانيې لپاره د ګرېونس كمشنر حافظ احسان احمد كھوكھر اے پي پي سره خبرې

اسلام آباد 27 دسمبر(اے پي پي) بهر مېشته پاكستانيانو اسانيې لپاره ګرېونس كمشنر حافظ احسان احمد كھوكھر وئيلي دي چې د بهر مېشته پاكستانيانو د اسانې په خاطر د پاكستان په 92 سفارتخانو او 40 وفاقي محكمو كښې فوكل پرسنز په ځائ كړې شوي دي٬ د اسلام آباد٬ لاهور٬ كراچې٬ پېښور او كوئټه په هوائي اډو 5 ون ونډو ډېسك په فعاله توګه كار كوي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د جون 2015م نه تراوسه د سركاري محكمو په اړه د بهر مېشته پاكستانيانو لخوا 932 شكايتونه ترلاسه شوي دي او په نتيجه كښې ئې دا اقدام شوے دے۔ ده ووئيل چې د بهر مېشته پاكستانيانو شكايات به په 15 ورځو كښې دننه ترسره كولې شي او دې سره به لكونو پاكستانيانو ته ګټه ورسي۔ حافظ احسان احمد كھوكھر ووئيل چې د بهر مېشته پاكستانيانو د شكاياتو ازالې لپاره ګڼ شمېر اقدامات شوي دي چې پكښې د وېب پاڼې جوړول٬ د پاكستان په سفارتخانو او ادارو كښې فوكل پرسنز په ځائ كول٬ د ادارو اېډوائزري كونسلې جوړول٬ د شكاياتو ازالې لپاره آن لائن نظام جوړول او نورې اسانيې شاملې دي۔ ده ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيان په دې وېب پاڼو www.federalombudsman.gov.pk او www.oversehyperlink خپل شكايات درج كولې شي۔ ده ووئيل چې وفاقي محتسب په دوه نيم كاله كښې 2 لكه 3 زره شكايات سرته رسولي دي۔