لاهور۔14فروری(اے پی پی) د نشان حېدر ترلاسه كوؤنكي حوالدار لالك جان 57 مه د زېږېدنې ورځ سبا د فرورۍ په 15 مه نېټه لمانځلې شي۔ په دې لړ كښې به د لاهور په شمول په ګرد هېواد كښې دستورې كيږي۔ حوالدار لالک جان په كال 1999ء كښې د كارګل جنګ په مهال په ټائیګر هل تعینات ؤ۔ پاك پوځ په دې غونډۍ قبضه كولو سره سره دښمن عبرتناكې ماتې سره مخ كولو۔ هندي بټالين په ټائيګر هل سخت بريد وكړو٬ دغه مهال د صوبېدار سکندر په مشرۍ كښې د لالک جان په شمول د پاك پوځ يوازې 11 ځوانان موجود وو۔ په 8 جولائی 1999ء د معرکه کارګل ستر اتل حوالدار لالك جان د شهادت درناوې ترلاسه كړو او حكومت هغه ته په 13 اګست 1999ﺀ نشان حېدر وركړو۔ په دې موقع به په الېکټرانک ميډيا پروګرامونه او پرنټ ميډيا خصوصي فيچرز خپرولې شي