
کراچۍ۔ 14 فروری (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره سعودي سفير نواف بن سعيد احمد المالكي ملاقات وكړو۔ د رائل سعودی نېول فورسز کمانډر وائس اېډمرل ابن عبدالرحمن الغریبی هم په ملاقات كښې موجود ؤ۔ په ملاقات كښی د سعودي عربستان او پاكستان په اړيكو او دوه اړخيزه بحري مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې سعودي سفير ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان اړيكې په تاريخي او قوي بنيادونو اډانه لري۔ ده زياته كړه چې پاکستان سره اړيكې لا قوي كولو له به په هره څانګه كښې مرسته زياتوؤ۔ د سندھ ګورنر پاك سعودي مرسته او په منطقه كښې استحكام لپاره شريكې هڅې وستائېلې۔ ده د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه دفاعی او تجارتی مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلے هم وكړو۔