کوئټه۔ 14 فروری (اے پی پی) د بلوچستان حكومت د شاهرګ تحصيل په ټاكري سيمه كښې روډ ته نزدے د ترهګر بريد سخته غندنه كړې ده۔ د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند ووئيل چې په دې دړدېدلې پېښه كښې د مزدورانو په شهادت او ژوبل كېدو بلوچستان حكومت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كوي۔ د وياند له مخې د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي د پېښو د فوري او سپېځلو پلټنيو امر كړے دے او ټولو اړوندو ادارو ته هدايت شوے دے چې هغوي دې زر تر زره د دې پېښې محركات او ككړ عناصر په ډاګه كړي۔ د بلوچستان حكومت د وياند وېنا وه چې په دې پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل په چاؤدنه كښې ژوبل شوي په سمدستي توګه شاهرګ روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ ده ووئيل په صوبه كښې به ترهګرو عناصرو ته د امن خرابولو اجازه وركولې نه شي۔ ده زياته كړه چې د بلوچستان حكومت د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔