
اسلام آباد 17 جون(اے پي پي) د كورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان په امر د اېف آئي اے لاهور برانچ د كاروائۍ په مهال د سپېشل برانچ او پنجاب پوليس اهلكارو پشمول د 5 كسانو ګېنګ نيولې٬ ګېنګ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو څخه د پاكستاني شهريت په تصديق بډې اخستلو كښې ككړ وو۔ لندن كښې د پاکستان هائي کمېشن د لارې داخله وزير ته په تحريري توګه شكايت ترلاسه شوي چې لندن كښې مېشته پاكستاني وګړو څخه د شهريت تصديق لپاره دوي څخه د رقم غوښتنه كېږي۔داخله وزير د دې ګيلو نوټس اخستو سره اېف آئي اے ته دا نېټ ورك رامخې ته كولو او د دوي د نيولو احكامات جاري كړه نو په 72 ساعته كښې د 5 كسانو ګېنګ ونيولې شو چې پكښې د سپيشل برانچ لاهور او پنجاب پوليس اهلكار هم شامل۔د ابتدائي پلټنو نه معلومه شوه چې تورن صفدر علی د سپیشل برانچ پنجاب پولیس لاهور د تصديق رېكارډ په څانګه كښې وظيفه ترسره كوله۔ سپیشل برانچ څخه د تصديق ټول عمل لپاره به د 50 زره نه تر يو لك روپۍ وصولولې شوې او تر څو چې به رشوت نه وو ترلاسه شوې د تصديق عمل به مخ په وړاندې تګ نه كولو او يا به جعلي راپور تيارولې شو۔