
اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د تركيه سرمايه كارو او كاروباري شخصيات ته په پاكستان كښې سرمايه كارۍ او تجارت لپاره د هر ډول مرستې او آسانيو برابرولو باور وركولو سره وئيلي دي مونږ د پاكستان او تركيه ملګرتيا او ژورو اړيكو ته د لا ودې وركولو او د دوه اړخيزه تجارت حجم تر 5 اربه ډالرو رسولو عزم لرؤ۔ دغسې ترك صدر طيب ايردوان په بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو عزم څرګندولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي۔ ترسره شوو لوظنامو او اېم او يوز سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې مرستې ته وده ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د زيارت په ورځ پاكستان تركيه بزنس فورم ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه ورونړه هېوادونه دي او د هند وېش څخه وړاندې هم د ورورولۍ يو تاريخ لري كله چې د هند مسلمانانو د تركيه آزادۍ لپاره خپل هر څه قربان كړې وو۔ ده ووئيل صدر رجب طيب ايردوان د اسلامي نړۍ غږ دے٬ هغه ټول عمري د غزه ٬ فلسطين او كشمير مظلوم اولس لپاره غږ پورته كړے ۔ ده ووئيل پاكستان هم تل د فلسطين او كشمير اولس آزادۍ لپاره هغوي سره يو برابر اودرېدلے۔ ده ووئيل د پخواني وزيراعظم نواز شريف په دور كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كاري لوړې كچې ته رسېدلې وه۔ ده ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت حجم تر 5 اربه ډالرو رسولو عزم لرؤ۔ ده ووئيل نن په بېلو څانګو كښې د مفاهمت يو شمېر يادښتونه لاس ليك شول او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ له به دا عملي كول وي۔ ده د تركيه سرمايه كارو او كاروباري شخصيات ته باور وركړو چې پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره به د هغوي هر ډول مرسته كولې شي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د تركيه صدر ووئيل مونږ خپل ملګري شهباز شريف سره په ملاقات زيات خوشحاله شوې يوو ٬ دې دستورې سره به د پاكستان او تركيه تجارانو ته يو بل ته د نزدې كېدو موقع ترلاسه شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت په حجم كښې 30 فيصد اضافه شوې بيا هم تجارتي حجم 5 اربه ډالرو ته رسولو له به خپل ټول تجارتي صلاحيتونه كارول وي۔ ده ووئيل مونږ له به مشتركه رېل ټرانسپورټېشن په خاص توګه اسلام آباد تهران استنبول فرېټ ټرېن لائن فعاله كول وي۔ دا به د ټولې سيمې په ګټه وي او دې سره به په يو شمېر منصوبو عملدرآمد له مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل پاكستانو وګړو په هر سخت وخت كښې د تركيه ملګرتيا كړې ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔ د غزه د صورتحال ذكر كولو سره ده ووئيل اسرائيل په غزه كښې زيات ظلم او جبر كړے۔ د جنګ په مهال د زرګونو په شمېر فلسطينيان شهيدان شوي دي٬ جنګ بندۍ سره په غزه كښې وضعه ښه شوې ده۔ ده ووئيل د غزه اولس به يوازې نه پرېږدؤ٬ هغوي سره د يووالي څرګندونه كوؤ۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه په ګډه په منطقه كښې د امن په شمول د نورو ډېرو مسئلو حل كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل مونږ نن چې كومې لوظنامې او دستاوېزات لاس ليك كړي هغې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې مرستې ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل د قام غوره سباؤن لپاره به سخته خواري كول وي۔ سوداګرې ورورولۍ ته غوره موقعې وركول به باوري كول وي۔ ده ووئيل په زړه پورې هركلي او مېلمستيا كولو د پاكستانو ورونړو خوېندو مننه كوم