د خیبرپښتونخوا د صحت صلاحكار احتشام علي د صوبې د وړومبي ایئر ایمولینس جاج واغست ،ازميښتې پرواز وكتلے شو

پېښور۔ 13 فروري (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا د صحت صلاحكار احتشام علي د صوبې د وړومبي ایئرایمبولینس جاج واغست او د دغې د ازمېښتې پرواز يې څارنه وكړه۔ د صحت محکمې خیبرپښتونخوا ترمخه د صحت صلاحكار ته د ائیر ایمبولینس په اړه بریفنګ وركړے شو ۔ ده ووئېل د خیبرپښتونخوا حكومت خپل ایم آئي 17 چورلكه په ایئر ایمبولینس منتقل كوي ، وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور په خصوصي هدایت صوبائی حکومت د چورلكې نه د ایئر ایمبولینس خدمات اخلي ۔د ده وېنا وه دا چورلكه په وړومبي ځل د انساني خېر یښګړې لپاره كارولې شي ،وزیراعلی د کرم په صورتحال كښې سرکاري چورلكه د اولس خدمت لپاره وړاندې كړې وه او د دې د لارې داروګان رسولې شوي ، رنځوران محفوظو ځايونو ته منتقل کړے شوي ،دې هیلي کاپټر سروس د څو كسانو ژوند بچ كړے ۔ ده ووئېل په چورلكه كښې ائیر ایمبولینس لپاره مجوزہ الټریشنز او ضروري طبي آلات لګولې كېږي ،دا به يو سټیټ آف دی آرټ ایئر ایمبولینس وي