د پاکستان او ترکيه ترمېنځه بېلو څانګو كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو لپاره په 24 لوظنامو٬ د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك، وزيراعظم او د ترکيه صدر د اېچ اېل اېس سي سي د اوومې غونډې په مشتركه اعلاميه لاسليك وكړو`

APP56-130225 ISLAMABAD: February 13 - President of Turkiye, Recep Tayyip Erdogan and Prime Minister of Pakistan Muhammad Shehbaz Sharif witness exchange of MoUs and Agreements signed between Turkiye and Pakistan with regard to cooperation in different fields. APP/AMI/MAF/TZD/ABB

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) پاکستان او ترکيه د تجارت ،خزانې ، دفاع ، سائنس او ټيکنالوجۍ،انرژۍ، اطلاعات او خپرونو، تعليم ، صحت، غذائي تحفظ، آبي وسائلو او د مذهبي چارو پشمول په بېلو څانګو كښې شريكې مرستې او همكارۍ ته ودې وركولو لپاره په 24 لوظنامو او د مفاهمت په ياددښتونو لاسليك او د دستاويزات تبادله كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د پاکستان او د ترکيه د اعليٰ كچ تزويراتي تعاون کونسل د غونډې نه وروستو په وزيراعظم هاٶس كښې تابيا كړې د لاسليك په رسمي دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف او د ترکيه صدر رجب طيب اردوان ګډون وكړو٬ د پاكستان وزيراعظم او د ترکيه صدر د دواړو هېوادونو ترمېنځه تزويراتي شراکت داري لا زياته او پراخه كولو او اداره جاتي شکل وركولو لپاره د پاکستان۔ ترکيه اېچ اېل اېس سي سي اوومې غونډې په مشتركه اعلاميه لاسليك وكړو٬ په دې موقع د دواړو اړخونو څخه د لاسليك شوو 24 لوظنامو، پروټوکولز، اعلاميو او د اېم او يوز تبادله وشوه۔ تفصيلات له مخې سماجي او كلتوري مقاصدو لپاره د پوځي او سويلين اهلکارو تبادلو له د مفاهمت په ياددښتونو ،ايئر فورس اليکټرانك وار فيئر كښې د مرستې په اړه د مفاهمت په ياددښت او د ملټري هيلتھ په څانګه كښې تربيه او د مرستې په اړه په پروټوکول د دفاع وزير خواجه محمد آصف او د ترکيه د دفاع وزير يوشار ګلير لاسليك وكړو٬ د هائيډرو کاربن په څانګه كښې د مرستې لوظنامه كښې د بدلون په پروټوكول، د انرجي ټرانزيشن په څانګه كښې د مرستې د مفاهمت يادښت او د کان کنۍ په څانګه كښې د مرستې د مفاهمت په يادښت د توان وزير سردار اويس احمد خان لغاري او د ترکيه د توان او قدرتي وسائلو وزير الپرسلان بيرکتر لاسليك وكړو٬ د مصنوعات او د تجارت لوظنامه اپ ګرېډ كولو د عزم په مشتركه وزارتي بيان او په تجارت كښې كارېدونكې د اصل سرټيفکيټس تصديق د ډيجيټلائزيشن پحقله د مفاهمت په يادښت د تجارت وزير جام کمال خان او د ترکيه د تجارت وزير عمر بولت لاسليك وكړو٬ د زرعي تخمونو په څانګه كښې د مرستې په لوظنامه او د آبي څانګې مرستې په لوظنامه د نېشنل فوډ سكيورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او د ترکيه د زراعت او ځنګلان وزير ابراهيم يومکلي لاسليك وكړو۔ د ليګل ميټرولوجي انفراسټرکچر جوړولو په اړه د تفاهم په ياددښت او د پاکستان۔ترکيه ټيکسټائل ټيکنالوجي سنټر په تکنيکي معاونت او پرمختګ لپاره د سائنسي او د تکنيکي ريسرچ کونسل ترکيه اينډ ټيکنالوجي او د نېشنل ټيکسټائل يونيورسټي (اېن ټي يو) فېصل آباد ترمېنځه د مفاهمت په ياددښت د تعليم او وظيفائي چارو وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي او د ترکيه د صنعت او ټيکنالوجۍ وزير محمد فتح کاکر لاسليك وكړو٬ د ايکسپورټ کريډټ بينک آف ترکيه او د ايکسپورټ امپورټ بينک آف پاکستان ترمېنځه د اېم او يو په اعلاميه د پاكستان لخوا د خزانې وزير محمد اورنګزيب او د ترکيه لخوا د تجارت وزير عمر بولت لاسليك وكړو۔ د صنعتي املاك په څانګه كښې د مرستې د مفاهمت په يادښت د تجارت وزير جام کمال خان او د ترکيه د صنعت و ټيکنالوجۍ وزير محمد فتح کاکر لاسليك وكړو۔ د ديني خدمات او مذهبي تعليم په څانګو كښې د مرستې د مفاهمت په ياددښت د بېن المذاهب همغږۍ وزير چوهدري سالک حسېن او د تركيه د مذهبي چارو صدر پروفيسر ډاکټر علي ارباش لاسليك وكړو۔ په حلال تجارت كښې مرستې لپاره د مفاهمت په يادښت د سائنس او ټېكنالوجۍ وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي او د ترکيه د تجارت وزير عمر بولت لاسليك وكړو۔ د مرکزي بينک آف ترکيه (سي بي آر ټي) او د سټيټ بينک آف پاکستان (اېس بي پي) ترمېنځه تكنيكي مرستې په څانګه كښې د مفاهمت په يادښت د پاكستان لخوا د خزانې وزير اورنګزيب او د ترکيه خارجه وزير حقان فيدان لاسليك وكړو۔ دغسې د اطلاعات او خپرونو وزارت پحقله د تعلقات عامه او کميونيکيشنز په څانګو كښې د مرستې د مفاهمت په ياددښت او د ميډيا او کميونيکيشن په څانګه كښې د مرستې د تفاهم په ياددښت د اطلاعات وزير عطاء تارړ او د ترکيه د کميونيکيشنز ډائريکټر فخر الدين التون لاسليك وكړو٬ د صحت او داروګانو جوړولو په څانګه كښې د تکنيکي مرستې پحقله د مفاهمت په ياددښت وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او د ترکيه خارجه وزير حقان فيدان لاسليك وكړو٬ د ترکش ايرو اسپيس انډسټريز او د پاکستان نيول ريسرچ اينډ ډويلپمنټ انسټي ټيوټ ترمېنځه د مفاهمت په ياددښت د ډي جي اين آر ډي آئي پاکستان نيوي، رئيرايډمرل جاوېد اقبال او د ترکيه د ايرو اسپيس انډسټريز ډي جي ډاکټر مهمت ديمير اوغلو لاسليك وكړو٬ د ترکيه د دفاعي صنعت د سيکرټريټ او د پاكستان د دفاعي پېداوار وزارت ترمېنځه د مفاهمت په ياددښت د دفاع وزير خواجه آصف او د ترکيه د دفاعي صنعت سيکرټري هالوك ګورکن لاسليك وكړو۔ د كلتوري مرستې په لوظنامه او په آډيو وژول سروسز كښې د کوپروډکشن په اړه په لاظنامه وفاقي وزير عطاء تارړ او د تركيه خارجه وزير حقان فيدان لاسليك وكړو٬ د دې نه علاوه د پاكستان او تركيه بزنس فورم ترمېنځه د مفاهمت په دوو ياددښتونو هم لاسليك وكړے شو