
پېښور 13 فروري (اے پي پي) د پېښور په ګورنر هاٶس كښې د مفاهمت په يادښت د لاسليك دستوره وشوه چې پكښې ګورنر فېصل كريم كنډي خاص مېلمه ٶ۔ د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د انجمن هلال احمر خېبرپښتونخوا او د کالج آف ټورزم اينډ هوټل منيجمنټ ترمېنځه د مفاهمت په يادښت لاسليك وشو٬ د لوظنامې له مخې په سوات كښې به يوه اداره جوړولې شي چرته چې به ځوانانو ته د سېلګرۍ٬ مېلمستيا تكنيكي كورسز كولې شي او تكنيكي كورسز كښې به د نيوټک په مرسته كولې شي۔ په دستوره كښې د نيوټيك چئيرپرسن ګلمينه بلال،د انجمن هلال احمر خېبرپښتونخوا چئيرمېن حبيب اورکزئي،د کالج آف ټورزم اينډ هوټل منيجمنټ څخه ظهير احمد او نورو ګډون وكړو۔ په دې موقع ګورنر نيوټک، انجمن هلال احمر او کالج آف ټورزم اينډ هوټل منيجمنټ انتظاميې له په لوظنامه كولو مباركي وركړه