کوئټه 13 فروري (اے پي پي) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان سره د بلوچستان وزيراعلٰې مير سرفراز بګټي ليدلي دي ۔ په دې موقع سېدال خان ووئيل د بلوچستان پرمختګ او خوشحالۍ ته حکومت وړومبۍ پام لرنه كوي٬ وفاقي حكومت به د بلوچستان مسئلو حل له بشپړه مرسته كوي٬ په صوبه كښې پرمختيائي منصوبې په وخت بشپړول به باوري كولې شي۔ په دې موقع د صوبې په مجموعي صورتحال٬ په پرمختيائي منصوبو٬ امن او امان او د اولس د خېرښګړې په چارو تفصيلي خبرې وشوې