د ترك صدر دوره به د تجارت ودې او اقتصادي اړيكو مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كړي: سيف الرحمن

لاهور۔13فروری (اے پی پی) د وفاقي ټېكس محتسب کوآرډینېټر سېف الرحمان وئيلي دي چې د رجب طيب اردګان دوره به دوه اړخيزه تجارت ته وده وركولو او اقتصادي اړيكې مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د زيارت په ورځ په يو بيان كښې ده ووئيل په دې دوره كښې به تجارت ٬ سرمايه كارۍ او دكلتوري تبادلې په څير مهمو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو پلو خاص پام ګرځولے شي۔ د دورې بينادي مقصد په دوه اړخيزه تجارت كښې جمود ختمولو دي كوم چې دا مهال نزدې 1.3 ارب ډالر دے كوم چې كلن 5 اربه ډالره ته رسېدے شي۔ ده ووئيل د پاکستان۔ترکیه بزنس اېنډ انوېسټمنټ فورم د لارې د توان ٬ انفراسټركچر او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې نوې موقعې لټولو له نوموړي سرمايه كار او بزنس لارښود يو ځاے ته د جمع كولو موقعه ترلاسه شوې ده۔ دا دوره د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو او ګډ پرمختګ او سوكالۍ په ګډه د كار كولو عزم عكاسي كوي۔ ده وئيل د دې دورې په مهال لاس ليك كېدونكو لوظنامو سره به معاشي او ستراتيجيكي همكاري لا زياته شي۔