د خېبر پښتونخوا د خوراك وزير ظاهر شاه طورو سره د ملګرو ملتونو د خوراك او زراعت پلاوي ملاقات

پېښور ۔ 12 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د خوراك وزير ظاهر شاه طورو سره د ملګرو ملتونو د خوراك او زراعت (اېف اے او) نمائنده پلاوي تېره ورځ په پېښور كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې په صوبه كښې په غذائي تحفظ او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پلاوي مشري د خوراك او زراعت ادارې مشر فرخ توئیروف كوله۔ د ملاقات په مهال د اېف اے او مشر فرخ توئیروف په خېبر پښتونخوا كښې فوډ سكيورټي او نورو منصوبو له د مرستې باور وركړو۔ د خوراك وزير ظاهر شاه طورو ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت غذائي تحفظ باوري كولو او د خوراك څانګې انتظامي چارې د عصري غوښتنو له مخې كولو له فعاله ګامونه پورته كوي۔ په دې موقع د خوراك سېكرټري ثاقب رضا اسلم په شمول د خوراك څانګې نور اعلی چارواكي هم موجود وو كومو چې په صوبه كښې په روانو او د سباؤن په منصوبو بشپړ بريفنګ وركړو۔ په ملاقات كښې د خوارك او كركيلې نړيوالې ادارې او د خېبر پښتونخوا حكومت ترمينځه د مرستې په منصوبو خبرې اترې وشوې