
پېښور ۔ 12 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور وئيلي دي په كرم ضلع كښې به په تلپاتي امن كومه سودا ونه كړې شي۔ په پېښور كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې علي امين ګنډاپور ووئيل د كرم 121 كاله پخوانۍ شخړې ټول عمري له حل كولو لپاره هڅې روانې دي٬ د جرګې له مخې د بنكرز غورځولو عمل هم روان دے٬ په كرم كښې به په تلپاتي امن كومه سودا ونه كړې شي او د امن دښمنه كسانو په ضد به قانوني كارروائي كولې شي۔ بل اړخ ته د كرم جرګې غړي ارشاد حسېن بنګش ووئيل په كرم كښې بنكرز غورځولې شي٬ دواړو فريقېنو د وسلې جمع كولو وئيلي دي۔ ده ووئيل 6 لكه آبادۍ لپاره لېږلې شوي د مرستې ټركونه كافي نه دي٬ سيمه د پټرول مسئلې سره هم مخ ده۔ د ارشاد بنګش وېنا وه چې حكومت دې خپله عملداري په ځايې كړي او په فوري توګه دې د ټل پاراچنار لاره پرانيزي۔ لاره بند ساتلو سره زده كوؤنكي او بهر هېوادونو ته تلونكي وګړي ستونزو سره مخ كيږي۔ ده ووئيل دواړه فريقېن د لارو زر تر زره په پرانستلو متفق دي