په درې هېواديز سيريز كښې مهم مېچ٬ سوئيلي افريقې په ټاس ګټلو د بېټنګ پرېكړه وكړه

کراچۍ 12 فروري (اے پي پي) په درې هېواديز كركټ سيريز كښې په مهم مېچ كښې سوئيلي افريقې په ټاس ګټلو د پاكستان په ضد د بېټنګ پرېكړه كړې ده۔ تفصيلات له مخې د درې هېواديز سيريز په درېم او مهم مېچ كښې فاتح ډله به د فرورۍ په 14مه نيټه د نيوزي لېنډ په ضد فائنل كوي۔ په مېچ كښې پاكستان د كامران غلام په ځائے سعود شكيل او د حارث رٶف په ځاے محمد حسنېن په ډله كښې شامل كړي ۔ دواړو لوبډلو لپاره دا ډېر مهم مېچ دے