کوئټه 11 فروري (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ غونډه به د شورو په ورځ كيږي۔ د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ سېکرټريټ له مخې د بلوچستان اسمبلۍ غونډه به په 12 فرورۍ د شورو په ورځ درې بجې كيږي، په غونډه كښې به قائد ايوان د قواعد انضباط کار بلوچستان صوبائي اسمبلۍ مجريه 1974 قاعده لمبر170(D) ترمخه اسمبلۍ هال ته د ايوان مجلس تشكيل كولو له قرارداد وړاندې كوي دې نه پس به د بلوچستان د روغتيا محکمې چارواكو لخوا د صحت عامه په اړه د اسمبلۍ غړو ته بريفنګ وركولے شي۔