پاكستان به خپل دويم يو ورځنے ميچ د شورو په ورځ د سوئيلي افريقا په ضد كوي

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د پاكستان او سوئيلي افريقا ترمينځه د درې هېواديز ون ډے سيريز درېم مېچ به (سبا) د شورو په ورځ په نېشنل كركټ سټيډيم ٬ كراچۍ كښې كيږي۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي۔ د سيريز په اولني مېچ كښې د نيوزي لېنډ لوبډلې پاكستان ته 78 رنز او سوئيلي افريقا ته 6 وكټونو سره ماتې وركړې او فائنل ته رسېدلې ده۔ د نيوزي لېنډ او سوئيلي افريقا كركټ لوبډلې دا مهال د پاكستان په دوره دي۔ د درې هېواديز سيريز درېم مېچ به د پاكستان او سوئيلي افريقا ترمينځه (سبا) د شورو په ورځ په كراچۍ كښې كولې شي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به نوموړے وكټ كيپر او بېټر رضوان او د سوئيلي افريقا ټیمبا بووما كوي۔ د پاکستان او سوئيلي افريقا په لوبډلو كښې چې كومه لوبډله مېچ وګټي هغه به په فائنل كښې نيوزي لېنډ سره مېچ كوي۔ د دواړو لوبډلو مشرانو په مېچ كښې كاميابۍ له بيانونه وركړدي دي ٬ هيله ده چې دا به يوه سخته مقابله وي۔ د سيريز فائنل مېچ به په 14 فرورۍ نېشنل كركټ سټيډيم٬ كراچۍ كښې كولې شي۔