د بلوچستان وزیر اعلیٰ هندو كميونټۍ سره د تعلق لرونكي خواري كښو د قتل غندنه وكړه

کوئټه 10 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي تربت كښې هندو كميونټۍ سره د تعلق لرونكو خواري كښو د قتل غندنه كولو سره په پېښه كښې د ككړ ترهګرو د ګرفتارۍ امر كړې۔ خپل بيان كښې میرسرفرازبګټی ووئيل په بلوچ او پښتون ټولنه كښې اقليتونو ته په هر دور كښې تحفظ ترلاسه دے٬ د بې ګناه وګرو د قتل نه پس اوس اقليتونه په نښه كښې كيږي٬ دا پېښه د صوبې د رواياتو په ضد ده٬ ترهګر به خپل انجام ته رسولې شي۔ ده ووئيل چې د ترهګرو اېجنډا پاكستان غېر مستحكم كول دي٬ ترهګر بزدل دي او د دوي په ضد به كاروائي كولې شي