
پېښور 10 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي د صوبائی حکومت په پاس کړې شوي “ملازمين برطرفي قانون” د سپریم کورټ او سندھ هائی کورټ د پرېكړو په رڼا كښې اعتراضات لګولو سره بل كښې د بدلونونو غوښتنه كړې۔ فېصل کریم کنډي د غیر قانونی بھرتیانو ذمه وار افسرانو په ضد د کارروائی کولو هدايت کولو سره وئيلي د الیکشن کمېشن په اجازه بھرتی شوي ملازمان دې د بل څخه ووېستلے شي۔ ګورنر فیصل کریم کنډي دريځ خپل کړو چې ملازمان د اپیل حق څخه محروم کول د آئین آرټیکل 10A خلاف ورزي ده۔ده ووئيل تير وخت كښې شوي قانونی بھرتۍ کالعدم ګرځول غیر آئینی دي، صوبائی حکومت دې په بل نظرثانی وكړي او كه داسې ونه شوه نو عدالتی چیلنجونو سره مخ كېدل پغاړه كېدې شي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر شفافیت او انصاف لپاره بل كښې د ترامیم غوښتنه كولو سره په ډاګه كړه چې يواځې ملازمان نه بلکه بھرتی کونكو افسران به هم ځواب وركونكي وي۔