
دھیر کوټ ۔ 17 جون(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئيلي دي پاكستان ٬ كشمير او اسلامي نړۍ نواز شريف ته اړتيا لري۔ د ټكټونو په اړه چې كومې پرېكړې شوي دي ټول اولس قبولې كړې دي۔ ده د جمعې په ورځ بېلو سياسي ګوندونو څخه مسلم لیګ (ن) كښې د شامل شويو غړو په درناوي كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) كارمندانو ترمينځھ هېڅ فرق نشته۔ د ټكټونو په اړه چې كومې پرېكړې پارلماني بورډ مشاورت سره كړي دي ټولې اولس قبولې كړې دي۔ ده مسلم ليګ (ن) كښې شامل شويو غړو ته مباركي هم وركړه۔