
لاهور هائيکورټ كښې تعينات شوي ايډيشنل ججان به په 10 فروري سوګند پورته كوي
لاهور 08 فروري (اے پي پي) لاهور هائيکورټ كښې تعينات شوي 9 ايډيشنل ججان به په 10 فروري د خپلي چوكۍ سوګند پورته كوي،د لاهور هائيکورټ چيف جسټس جسټس مس عاليه نيلم به هغوي څخه سوګند اخلي۔سوګند پورته كونكو ايډيشنل ججانو كښې خالد اسحاق، حسن نواز مخدوم، ملك وقار حيدر اعوان، سردار اکبر علي ډوګر، ملك جاويد اقبال وينس، سيد احسن رضا کاظمي، جواد ظفر، ملك اوېس خالد او سلطان محمود شامل دي۔