نهم کثير القومي بحري مشق امن 2025 په كراچۍ كښې پېل شو

کراچۍ 07 فروري (اے پي پي) د نهم کثير القومي بحري مشق امن 2025 په رسمي توګه د پاكستان نېوي په ډاكيارډ كراچۍ كښې پېل شوې په دې موقع د بېرغ هسك كولو رنګه رنګ او په زړه پورې دستوره وشوه٬ د مشق امن كال 2025 په مهال د ګډون كوٶنكو هېوادونو بېرغونه په يو وخت هسك كړې شول٬ په دستوره كښې اعلٰې عسكري مشرانو٬ مبصرينو، سفيرانو او د پاكستان د وسله والو ځواكونو چارواكو ګډون وكړو۔ دا خبره د پاك بحريه لخوا په جاري كړی شوې اعلاميه كښې شوې ده۔ د دستورې په مهال کمانډر پاکستان فليټ ريئر ايډمرل عبدالمنيب او نورو وېنا هم وكړه