د جامشورو سره نزدې د اباسين په غاړه د سندهو درياب 2025 د لوبو درې ورځنۍ دستورې پېل شوې

حېدر آباد ۔ 7 فروري (اے پي پي) د سنده حكومت د لوبو او ځوانانو چارو د اړخه د المنظر جامشورو سره نزدې د اباسين په غاړه درې ورځنۍ د سندهو درياب لوبې 2025 دستورې پېل شوي دي۔ د دستورو پرانسته د لوبو او د ځوانانو چارو صوبائي وزير سردار محمد بخش مهر وكړه ۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئېل د سندهو درياب د لوبو 2025 مقصد د ټولې ضلعې ځوانانو ته د لوبو معياري هلې ځلې رامخې ته كولو دي ۔ ده ووئېل په لوبو كښې د بېړيو چلول ٬ والي بال٬ كبډي ٬ رسه كشي ٬ د اسونو زغلول٬ او د تهروبال پشمول 12 لوبې شاملې دي كومې به چې تر دريو ورځو دوام لري۔ ده وئېل د دې لوبو د لارې د سنده حكومت د جامشورو او سنده ښكلا نړۍ ته ځلول غواړي ۔دغسې راروان كال به د دې نه د لوي ايونټ تابيا كولې شي۔ ده ووئېل په دې لوبو كښې د ټولې ضلعې نه د 400 نه زيات لوبغاړي برخه اخلي