د خېبر پښتونخوا په څلورو ضلعو كښې په صحت سهولت كارډ كښې وړيا او پي ډي هم شامله كړې شوه

پیښور ۔ 6 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د اړخه په ابتدائي توګه د صوبې په څلورو ضلعو كښې په صحت سهولت كارډ كښې وړيا او پي ډي هم شامله كړې شوه۔ د خېبر پښتونخوا حكومت د نادار رنځورانو له د وړيا او پي ډي اسانيو وركولو پرېكړه كړې ده۔ د صحت كارډ پائلټ پراجېېكټ په مردان ٬ ملاكنډ ٬ كوهاټ او چترال كښې شروع كړے شو۔ د منصوبې تر مخه به سركاري او شخصي روغتونونو كښې رنځورانو ته وړيا داروګان د ټېسټ پشمول او نورې اسانۍ وركولې شي۔ دغسې د وړيا او پي ډي لپاره د المان حكومت دوه اربه روپۍ مرسته وركړې ده۔ د صحت صوبائي مشير احتشام علي ووئېل په صحت كارډ كښې او پي ډي به مرحله وار تر نورو ضلعو هم پراخه كولې شي۔