د ګورنر فيصل كريم كنډي وزيرستان كښې د خوارجو په ضد د كاروايۍ په كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

پېښور ۔ 07 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د قطبي وزيرستان په حسن خېل سيمه كښې د خوارجو په ضد كاروايۍ كښې د 12 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري اعلاميې له مخې ګورنر شهادت ترلاسه كونكي لانس نائيك اېم ابراهيم ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې او غمجنې كورنۍ سره يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ ګورنر شهيد لپاره د لوړو درجو او ځپلې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ګورنر فيصل كريم كنډي په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو كلك عزم ته سلام كوي اود ترهګرۍ خاتمې لپاره خپلو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔