د مالاکنډ ډويژن د زميندارو او كروندګرو پلاوي ګورنر سره وليدل

پېښور07 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د مالاکنډ ډويژن د زميدارو او كروندګرو پلاوي په ګورنر هاٶس كښې ملاقات كړے دے ۔ د ګورنر هاٶس چارواكو له مخې په پلاوي كښې د انجمن کاشتکاران خېبر پښتونخوا، د کسان بورډ (پاکستان) خېبر پښتونخوا عهديداران، د مردان، چارسدہ، صوابۍ او د مالاکنډ ډويژن څخه زميدار او كروندګر شامل وو۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول په نورو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔