
اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د سوئيلي افريقه په ضد د ټېسټ سيريز په مهال ژوبل شوے د پاکستان كركټ لوبغاړے صائم ايوب لسو اوونيو لپاره د كركټ نه بهر كړے شو ٬ د پاكستان كركټ بورډ لخوا په اعلاميه كښئ ووئيل شول لوبغاړے په درېمه جنورۍ د سوئيلي افريقې په ضد ټېسټ مېچ كښې ژوبل شوے ٶ٬ دغسې ډاكټر صائم ايوب ته د ارام كولو مشوره وركړې ده٬ د پي سي بي له مخې د صائم ايوب صحت ښه شوے خو د ھغه د نيوزي لېنډ په ضد په وائټ بال سيريز كښې ګډون به فټنس سره مشروط وي۔ د يادونې وړ ده د پاکستان او نيوزي لېنډ ترمېنځه د وائټ بال سريز به د 16 نه تر 5م اپرېل كېږي