د قذافي سټيډيم د بيا رغونې كار په بشپړېدو د پرانستې دستوره سبا كښې كيږي ٬ وزيراعظم به د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي: د پي سي بي وياند

لاهور۔6فروری(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ تر اهتمام لاندې په قذافي سټيډيم كښې د بيا رغونې كار په بشپړېدو د پرانستې دستوره به سبا د جمعې په ورځ د فرورۍ په 7 مه نېټه لاهور كښې كيږي په كومه كښې به چې وزيراعظم شهباز شريف خاص مېلمه وي۔ د پي سي بي وياند له مخې په 8 فروري به د پاكستان مقابله نيوزي لېنډ سره وي۔ د درې هېواديزه يو ورځنو مېچونو سيريز څخه وروستو به آئی سي سي چېمپئنز ټرافی19فرورۍ څخه پېل شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پي سي بي چيئرمېن په مشرۍ كښې پي سي بي په ريكارډ 117 ورځو كښې قذافي سټيډيم په يو عصري سټيډيم بدل كړے دے٬ په كوم كښې چې اوس روښانه اېل اي ډي لائټس او دوه نوې لويې سکور سکرینز سره سره په ټولو انکلوژرز كښې په زړه پورې چوكۍ لګولې شوي دي۔ محسن نقوي په ذاتي توګه د سټيډيم د بيا رغونې عمل نګراني وكړه٬ د ده د پرله پسې دورو په نتيجه كښې پراجېكټ په خپل ټاكلي وخت ترسره شو او د نړيوال معيار سټيډيم جوړ شو۔ په سټيډيم كښې د 32 زره كسانو د ناستې ګنجائش دے۔ محسن نقوي ووئيل د قذافي سټيډيم بيا رغونې سره دا خبره باوري كړې شوې چې د كركټ مينه وال به زړه پورې زاويو څخه مېچ كتلے او خوند پورته كولې شي۔ په 8 فروری قذافي سټيډيم كښې د ټرائي سيريز اولنے مېچ كېدونكے دے او دې څخه وروستو به د آئي سي سي چیمپئنز ټرافی 2025 ء خوندور پړاؤ پېل شي