ملتان 06 فروري (اے پي پي) د نېشنل فوډ سیکورټی اینډ ریسرچ وفاقي سیکرټری وسیم اجمل چوهدري د زيارت په ورځ د سنټرل کاټن ریسرچ انسټیټیوټ ملتان دوره وكړه چرته چې هغه د پومبې د تحقیقاتی کار او پومبې تحقیقی منصوبو تفصیلی جاج واخست۔د ملتان د سي سي آر آئي ډائریکټر اداره كښې روان د پومبې تحقیق او پرمختګ په اړه په هلو ځلو بریفنګ وركړو۔وفاقی سیکرټری وسیم اجمل چوهدری په دې موقع ووئيل د هېواد د ټیکسټائل انډسټری، برآمدات او زرعی معیشت استحکام لپاره د پومبې پیداوار زياتولو ته اړتيا ده۔ده سپارښتنه وكړه چې جدیدو پیداواری ټیکنالوجیز او تحقیقی منصوبو ته دې لا پراختيا وركړې شي۔ده ووئيل د پومبې معیار ښه كولو او كروندګرو له جدیده پیداواري ټیکنالوجی وركولو له خصوصی اقدامات ته اړتيا ده۔وفاقی سیکرټری ووئيل حکومت د پومبې ودي لپاره هر ممکن اقدامات کوي او په دې لړ كښې ریسرچ انسټیټیوټس، زرعي سائنسمدارو او اسټیك هولډرز سره په ګډه دې كوټلي پالیسی جوړه كړې شي۔