اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) د پاکستان او نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلو ترمېنځه د درېو هېوادونو د ون ډے سيريز ورومبے ډے نائټ مېچ به په اتمه فرورۍ په قذافي سټېډيم لاهور كښې كېږي۔ د نيوزي لېنډ او سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلې دا مهال د پاكستان په دوره راغلي۔ په وړومبۍ ون ډے كښې به محمد رضوان د ډلې او مچل سېنټنز به د نيوزي لېنډ مشري كوي۔ د درې هېواديزه سيريز دوېم مېچ به په لسمه فرورۍ د نيوزي لېنډ او سوئيلي افريقې ترمېنځه لاهور او په 12مه فرورۍ به د پاكستان او سوئيلي افريقې ترمېنځه په نېشنل كركټ سټېډيم كراچۍ كښې كېږي٬ د غوره پوائنټس لرونكو دوو ډلو ترمېنځه به د سيريز پائې لوبه به په 14مه فرورۍ په نېشنل كركټ سټېډيم كراچۍ كښې كېږي۔(