پېښور ۔ 06 فروری (اے پي پي ) پېښور كښې موټروے ټول پلازې ته نزدې د نامعلومه وسله والو په ډزو دوه كسان په حق ورسېدل ۔ د څمكنو تھاڼې پوليس له مخې د ډزو پېښه موټر وے ټول پلازې ته نزدې رامخې ته شوه چرته چې نامعلومه وسله والو دوه كسان كوم چې په موټر سائيكل روان وو اويشتل۔ پوليس موقعې ته رسېدو سره مړي پوسټ مارټم لپاره روغتون ته منتقل كړل۔ د وژلے شوو پېژندګلو د شعېب او مير اعظم په نامه سره شوې چې د اكبر پورې وو ۔ بلخوا د څمكنو پوليس ابتدائي رپورټ درج كولو سره نورې پلټنې پېل كړې دي۔