
پېښور ۔ 06 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د سي اېم اېچ پېښور دوره وكړه۔ د ګورنر هاؤس پېښور چارواكو لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر د كرم ضلعې په ډزو كښې د ژوبل شوي ايډيشنل اسسټنټ كمشنر سعيد منان تپوس پوښتنه وكړه۔ ګورنر د سعید منان زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ګورنر د روغتيا انتظاميې څخه د ایډیشنل اسسټنټ کمشنر د درملنو آسانيو په اړه معلومات ترلاسه كړل۔ په دې موقع ګورنر ووئيل په كرم ضلع كښې امن په ځاے كولو له ضلعي انتظاميه خپلې ذمه وارۍ په بشپړ ډول ترسره كوي