
پېښور 06 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ضلع کرك كښې د پولیس په پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي بريد كښې د پولیس اهلکارو په شهادت دړديدلي يو ٬ دغسې د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندونه كوو۔ده د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه ۔ده په پېښه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔ده ووئيل د پولیس شهيدانو كورنيو په غم دړد كښې برابر شريك يو، ده ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پولیس اهلكارو ځانګړې قبربانۍ وركړې دي۔