پېښور 06 فروري (اے پي پي)د كرك په بهادر خیل پوليس پوسته د شرخوښو د ډزو په نتيجه كښې د شهيدو شوو پولیس اهلکارو د جنازې مونځ پولیس لائن كښې ادا كړے شوے۔د جنازې په مونځ كښې د خېبرپښتونخوا آئي جي ، ډي آئي جي کوهاټ او بېلو سیاسي او سماجي شخصیات ګډون وكړو۔د جنازې مونځ نه پس شهيدو شوو اهلكارو ته سلامي وكړې شوه او په په قربانو ورته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې۔دا خبره دې ياده وي چې تيره ورځ د كرك په بهادر خیل سيمه كښې د شپې په وخت وسله والو په پولیس پوسته ډزې كړي۔ د پولیس وياند له مخې د ډزو په نتيجه كښې درې اهلکار شهیدان او 6 ژوبل شوي۔ شهیدو شوو پولیس اهلکارو كښې تیمور حیات، نقیب ډرائیور او د ایلیټ پلاټون 46 عدنان شامل دي۔