د كرك په بهادر خيل پوليس سټېشن د شر خوښو بريد، 3 اهلكار شهيدان، 6 ژوبل، د پوليس قربانۍ به بے ځايه نه ځي ۔ د خېبر پښتونخوا آئي جي

پېښور 06 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا كرك ضلع كښې په بهادر خيل پوليس اسټېشن د شپې د شرخوښو په بريد كښې 3 پوليس اهلكار شهيدان او 6 ژوبل شوې دي۔شهيدو شوو كښې ډرائيور نقيب، عدنان او تيمور حيات شامل دي،دغسې مړه او ژوبل كسان روغتون ته رسولې شوي۔ډي پي او له مخې بريد كوونكو غټه وسله كارولې دغسې د پوليس په ځوابي كارروائي كښې شر خوښي په تېښته كښې بريالي شوي۔د پېښې نه پس پوليس سيمه كښې د لټون عمليات پېل كړې۔د خېبر پښتونخوا آئي جي ذوالفقار حميد ميډيا سره خبرو كښې ووئيل پوليس اهلكارو په مړانه تر دوه ساعته د ترهه ګرو مقابله كړې۔ ترهه ګرو د پوليس په پوسته قبضه كول غوښتل، خو د پوليس ځوانانو د هغوي عزم ناكامه كړو ۔آئي جي ووئيل هر ځاے به د ترهه ګرو تعقب كولې شي او هغوي ته به د پټيدو ځاے په لاس نه ورځي۔ د ترهه ګرو په ضد به سخت ايكشن اخستلے شي او سيمه كښې امن و امان به برقرار ساتلے شي۔ده ووئيل په بهادرۍ جنګيدلي شهيدان مونږ لپار ه د وياړ دي ۔ آئي جي باور وركړو چې د پوليس قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔