
پېښور 05 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې علي امين ګنډاپور د اسماعيلي کميونټي د روښاني پېشوا پرنس کريم آغا خان په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې غمژنې كورنۍ او اسماعيلي كمېونټۍ سره برابر شريك يو۔ انسانيت لپاره د پرنس كريم آغا خان د خدماتو ستائنه كولو سره ووئيل د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې پرنس كريم آغا خان فلاحي كارونو لپاره شهرت لري٬ د دوي سماجي٬ د صحت او تعليم خدمات به تل ياد ساتلے شي