
اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د پي پي پي د مېرمنو څانګې مركزي صدر او د سندھ اسمبلۍ غړې فريال تالپور وئيلي دي چې پيپلز پارټي به د کشميري اولس د آزادۍ په هلو ځلو كښې څنګ په څنګ ولاړ وي٬ هغه ورځ لرې نه ده چې د كشميريانو قربانۍ او هڅې به د هند په ظلم بريا ومومي۔ د شورو په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې د كشمير يوالي ورځ په موقع خپل بيان كښې دې ووئيل چې پيپلز پارټي به د کشميري اولس د آزادۍ په هلو ځلو كښې څنګ په څنګ ولاړ وي٬ هغه ورځ لرې نه ده چې د كشميريانو قربانۍ او هڅې به د هند په ظلم بريا ومومي۔ فريال تالپور ووئيل مونږ د كشميري اولس قربانيو او هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ، هند ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل لپاره د خپلو ذمه وارو احساس يادول دي۔ ده ووئيل پاکستان به د کشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره خپل اخلاقي ،سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي