پېښور٬ د كشمير يوالي ورځ په موقع كشميري اولس لپاره خاص دستورې٬ واكس او سېمينارز

پېښور 05 فروري (اے پي پي) د پېښور د ضلعي انتظاميه لخوا د فرورۍ په پنځمه نيټه د كشمير يوالي ورځ په موقع كشميري اولس لپاره خاص دستورې٬ واكس او د سېمينارز تابيا كړې چې پكښې حكومتي او د ضلعي انتظاميه اعليٰ افسران، تاجرانو٬ تعليمي پوهانو ٬ زده كوٶنكو٬ د سول سوسائټي، صحافتي ورورولۍ او د بېلا بېل مكتبه فكر كسانو ګډون كړې٬ د كشمير يوالي ورځ په لړ كښې د ضلعي انتظاميه لخوا د وزيراعليٰ سيکريټريټ نه تر ګورنر هاٶس د كشمير يوالي ورځ په لړ كښې واك شوې چې پكښې ګورنر فېصل کريم کنډي، صوبائي وزير سيد قاسم علي شاه، چيف سيکريټري نديم اسلم چوهدري، کمشنر رياض خان محسود، دوهم كشمنر سرمد سليم اکرم پشمول د بېلا بېلو سركاري ادارو افسرانو٬ تاجر برادرۍ، استاذانو٬ زده كوونكو او د سول سوسائټۍ كسانو ګډون كړې٬ د واك ګډون كوٶنو بينرز او پلے کارډز پورته كړي ٶ چې پرې “كشمير د پاكستان د ساه رګ دے” مونږ كشمريانو سره يو” ٬ “د کشمير آزادي زمونږ مشن دے٬ نعرے درج وے۔ ګډون كوونكو د هندي ظلمونو غندنه كولو سره د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې